امریکا: افغان سفارت د اقتصادي ستونزو له امله تړل کېږي
امریکا: افغان سفارت د اقتصادي ستونزو له امله تړل کېږي
امریکایي لوری باوري دی چې دغه ديپلوماتانو ته به په افغانستان کې خطرونه جوړ شي نو ټینګار کوي چې دوی بېرته افغانستان ته نه لېږي. بلخوا په دغه سفارت کې له ۱۰۰ کارکوونکو شاوخوا ۲۵ یې تر دې دمه د وېزو لپاره غوښتنه نه ده کړې.
(2022 / 3 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړل کېږي.
امریکایي رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله ویلي چې د افغانستان شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې چې له همدې امله د افغان سفارت بودیجه هم کنګل ده او دغه سفارت له ستونزو سره مخ دی.
امریکایي سرچینو ویلي له همدې امله ټاکل شوې چې په راتلونکې یوه میاشت کې دغه سفارت وتړل شي. بلخوا امریکا په دغه سفارت کې مېشتو ديپلوماتانو ته ویلي چې ژر تر ژره په امریکا کې د قانوني اوسېدو او یا بشردوستانه وېزو لپاره خپلې غوښتنې وسپاري.