عمران خان په لاندې دیر کې جلسه، الیکشن کمیشن وزیراعظم او نور مهم کسان را غوښتي دي
باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن په لاندې دير کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) په غونډه کولو وزیراعظم عمران خان، وزيراعلي، ګورنر او وفاقي وزيران د مارچ په 14مه نيټه را غوښتي دي.
د تفصيلاتو ترمخه د پاکستان اليکشن کميشن د وزيراعظم عمران خان، ګورنر خېبرپښتونخوا شاه فرمان خان، وزيراعلي محمود خان، دفاع وزير پرويز خټک او خارجه وزير شاه محمود قريشي پشمول لسو کسانو ته نوټس جاري کړي دي چې دوی د الیکشن کمیشن دفتر ته را حاضر شي.
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي نوټس مطابق وزيراعظم عمران خان د مارچ په 14مه نيټه په 10:30 بجې، د پرمختيائي چارو وفاقي وزير اسد عمر په 11:00 بجې، د زکات او عشر صوبائي وزير انور زيب خان په 11:30 بجې، د صوبايي اسمبلۍ غړي لياقت خان غرمه 12 بجې، مرستيال وزيراعلي شفيع الله په 12:30 بجې ، وزيراعلي محمود خان په 1:00 بجې ، د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد په 2:00 بجې ،د دفاع وزير پروېز خټک په 2:30 بجې د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان ماسپښین درې بجې او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ماسپښین درې نیمې بجې د حاضریدو لپاره را غوښتل شوي دي.