هند پاکستان څخه په تکنیکي خرابۍ د توغندیو په خلاصیدو معافي غوښتې ده

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان کې څلور تجارتي پروازونه د هند د توغندیو په رینج کې وې خو د خو دا خوش قسمتي وه چې میزایل په اوچته پرواز و نه کړو او دا تجارتي الوتکې د هند توغندیو څخه بچ شوې.
د دوو نړیوالو الوتنو په ګډون څلور سوداګریزې الوتنې د سیمې په شاوخوا کې په هوا کې په داسې حال کې وې چې د هند څخه توغندی په ناڅاپي توګه توغول شوی او د پنجاپ په میا چنو سیمه کې اوغورځیدل.
د هوايي چلند د سرچینو په وینا، که دا توغندی پورته خوا ته ویشتل شوې وې نو ممکنه وه چې یوه الوتکه به په نښه شوې وای.
د هند د دفاع وزارت له پاکستانه بښنه غوښتې ده چې دا یې ومنله چې توغندی د تخنیکي ستونزې له امله توغول شوی دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق، د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال بابر افتخار په یوه بېړنۍ خبري غونډه کې وویل چې د مارچ په ۹ مه سهار ۶:۳۳ دقیقې د هند له خاورې څخه یوې سوپر سونیک الوتکې هم د پاکستان له هوايي حدونو څخه سرغړونه وکړه.
د هواي چلند د سرچينو له مخې د مارچ په نهمه نېټه په دغه مهال د خانيوال ساهيوال او چيچه وطني په سر د دوه بهرنیو مسافري الوتکو په ګډون څلور تجارتي الوتکو الوتنې کړې وې چې له نېکه مرغه خوندي پاتې شوې.
د هوايي چلند سرچینو ویلي چې د شخصي هوايي شرکت ایر بلیو الوتکه PA405 د لاهور څخه کراچۍ ته روانه وه چې د سهار په 6:33 دقیقو د 35700 فټ لوړوالي ی په چیچہ وطني کې الوتنه کوله.

Leave a reply