قطر دولت له اړخه افغانستان سره مرسته وشوه

0
104

باغي ټي وي رپورټ
د افغان رسنیو دا رپورټ ورکړې چې د قطر دولت له طرف نه د افغانستان د خلقو لپاره یوه د امداد ډکه الوتکه افغانستان ته رار سیدلې ده.

د میډا رپورټ مطابق په دې مرسته کښې خوراکي سامان او دوایی شامله ده، یاده دې وی چې اقوام متحده هم د افغانستان د ځپلي اولس سره د مرستو کولو لپاره په ۱۳ ستمبر په جینوا کښې یو ډونر کانفرنس رابللې دې.

یاده دې وي چې قطر هغه هیواد دې چې د افغانستان اسلام امارت پکښې سیاسي دفتر لري او دا اول ځل دې چې د قطر هیواد له طرف نه د افغانستان سره دغه مرسته وشوه. د قطر هیواد دغه الوتکه نن پایه تخت کابل ته رارسیدلې ده.

Leave a reply