کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې د اوکراین جګړې افغانستان کې د روسیې پۀ اتباعو منفي اغېز نده کړې

کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې د اوکراین جګړې افغانستان کې د روسیې پۀ اتباعو منفي اغېز نده کړې
ښاغلي ژېرنوف زیاته کړې، چې د تېر کال اګسټ له ۱۵مې وروسته شاوخوا ۶۰۰ روسي اتباع یې له افغانستان بهر کړي او اوسمهال ډېر کم روسي اتباع په افغانستان کې اوسېږي. نوموړي یادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پر اوکراین د روسي ځواکونو نظامي عملیات لا هم روان دي.
(2022 / 3 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژېرنوف وايي، چې په اوکراین کې روانو نظامي عملیاتو په افغانستان کې د روسي اتباعو پر ژوند اغېز نهدی کړی.
نوموړي له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفارت د خپلو اتباعو د حقونو ساتنې ته ژمن دی.
د هغه په خبره، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې ځای کې له مېشتو روسي اتباعو له کورنیو سره په تماس کې دي. وايي، د کومې ستونزې راپېښېدو په صورت کې به جدي اقدامات وکړي.
ښاغلي ژېرنوف زیاته کړې، چې د تېر کال اګسټ له ۱۵مې وروسته شاوخوا ۶۰۰ روسي اتباع یې له افغانستان بهر کړي او اوسمهال ډېر کم روسي اتباع په افغانستان کې اوسېږي. نوموړي یادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پر اوکراین د روسي ځواکونو نظامي عملیات لا هم روان دي.
په کابل کې د روسیې سفارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې د دوی عملیات مشروع دي او اوکراین باید غربي هېوادونو سره د خپلې دوستۍ ثمره وویني.






