د یونس قانوني پۀ مشرۍ پاکستان ته تللي پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو لۀ وزیر سره وکتل

د یوس قانوني پۀ مشرۍ پاکستان ته تللي پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو لۀ وزیر سره وکتل
د یونس قانوني په مشرۍ پاکستان ته تللیو سیاستوالو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.
په خپاره شوي انځور کې د قریشي تر څنګ یونس قانوني، د جمعیت او حزب وحدت ګوند مشران لیدل کېږي.
د یادو سیاسیونو د تګ پرېکړه هغه وخت د ملي روغې جوړې د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پۀ کور کې وشوه چې لۀ کابل پرته نور ټول ولایتونه د طالبانو پۀ ولکه کې ؤ.
دا پۀ داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغان حکومت واګې د طالبانو لاس ته ولوېدې، تر دې وړاندې څو ځلي افغان سیاسیونو هڅه کړې وه چې پاکستان ته سفر وکړي خو ولسمشر محمد اشرف غني یې لۀ تګ سره مخالفت ښودلی ؤ.






