تر اوکراین وروسته روسیې هم د داوطلبانه جنګیالیو منلو ته تیاری ښودلی 

0
188

 تر اوکراین وروسته روسیې هم د داوطلبانه جنګیالیو منلو ته تیاری ښودلی 

هغه لویديځ د ټولو نړۍوالو قوانینو پر خلاف  اوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو په لیږولو تورن کړ .هغه وویل چې لویدیځ  د ټولو نړۍوالو قوانینو د خپو لاندې کولو سره اوکراین ته بهرني‌ جنګیالي‌ استوي‌ او ددې جنګیالیو مالي‌ تمویل په غاړه اخلي.

(2022 / 3 /  11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو بل ډیر خطرناک ګام اوچت کړ.

پوتین د اوکراین سره په جګړه کې د اوکراین په مقابل د داوطلبه بهرنيو‌ جنګیالیو د منلو  حکم وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملي امنیت شورا  غونډه کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.

هغه لویديځ د ټولو نړۍوالو قوانینو پر خلاف  اوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو په لیږولو تورن کړ .هغه وویل چې لویدیځ  د ټولو نړۍوالو قوانینو د خپو لاندې کولو سره اوکراین ته بهرني‌ جنګیالي‌ استوي‌ او ددې جنګیالیو مالي‌ تمویل په غاړه اخلي.

همداشان هغه امر وکړ چې په اوکراین کې په داوطلبه توګه د روسیې په ملاتړ په جګړه کې د ګډون کوونکو بهرني جنګیالي‌ ومني.

 هغه وویل چې په دونباس کې د بیلتون غوښتونکو جمهوریتونو نه ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د اوکراین په جګړه کې نیولي‌ د لویدیځ ساخت وسلې، مهمات، تجهیزات او ټانکونه به دونباس بیلتون غوښتونکو ته ورکړي.

 همداشان پوتین د دفاع وزیر ته د ناټو د اقداماتو په ځواب کې د لویدیځو پولو د لا قوي‌ کولو امر وکړ او پدې اړه راپور د جوړولو غوښتنه وکړه. د بله پلوه د روسیې د دفاع وزیر ویلي‌ دي‌ چې ۱۶ زره تنو داوطلبه جنګیالیو چې ډیری د منځني‌ ختیځ دي‌ په اوکراین کې د روسي‌ ځواکونو په ملاتړ په جګړه کې د ګډون په خاطر وړاندیز کړی دی.دا کسان به ومنل شي‌ .

د ویلو ده چې اوکراین جګړه هم د لویدیځ او روسیې ترمنځه د نیابتي‌ جګړې په ډګر بدله شوې ده.

Leave a reply