د داعش ترهګري‌ سازمان نوی مشر وټاکل شو 

0
120

د داعش ترهګري‌ سازمان نوی مشر وټاکل شو 

 د ویلو ده چې امریکا ځانګړو ځواکونو د فبروري‌ په دریمه نیټه د سوریې په شمال ختیځ کې  د ادلب په ښار کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو ابراهیم الهاشمي‌ په کور ځانمګړي‌ علمیات ترسره کړل چې په نتیجه کې ۵ تنو ترهګرو او ۴ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

(2022 / 3 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

داعش ترهګري‌ سازمان د خپل مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي‌ د مړینې د خبر د تاییدولو ونه وروسته خپل نوی مشر اعلان کړ.

  داعش ترهګرې ډلې ابو الحسن الهاشمي‌ القریشي‌  د خپل نوي‌ مشر په توګه اعلان کړ.

  د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د فبروري‌ په دریمه نیټه د سوریې په شمال کې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د داعش ترهګري‌ سازمان د مشر ابو ابراهیم الهاشمي‌ القریشي‌ د وژلو نه خبر ورکړ.

  داعش ترهګري‌ سازمان ته نږدې د ځینو ټولنیزو رسنیو حسابونو لخوا د یو غږیز پيغام په خپرولو سره د ابو ابراهیم الهاشمي‌ القریشي‌ د مړینې پخلی  کړی خو دا يي ندي‌ ویلي چې چیرته او څه وخت وژل شوی دی.

  پدې غږیز پيغام کې ویل شوي‌ دي‌ چې د داعش ترهګري‌ سازمان نوی مشر او امیر ابو الحسن الهاشمي‌ القریشي‌ ټاکل شوی دی. همداشان د داعش ویاند ابو حمزه القریشي‌ چې څه موده  وژل شوی وو د  ابو عمر المهاجر د هغه د ځای ناستي‌ په توګه ټاکل شوی دی.

 د ویلو ده چې امریکا ځانګړو ځواکونو د فبروري‌ په دریمه نیټه د سوریې په شمال ختیځ کې  د ادلب په ښار کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو ابراهیم الهاشمي‌ په کور ځانمګړي‌ علمیات ترسره کړل چې په نتیجه کې ۵ تنو ترهګرو او ۴ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی وو.

امریکايي ویلي‌ وو چې پدې عملیاتو کې د داعش مشر سربیره د هغه میرمن او زوی هم وژل شوي وو.

 په سوریه کې د ملکي‌ خوندیتوب ادارې بیا پدې عملیاتو کې د ۶ تنو ماشومانو او ۴ تنو ښځو په ګډون د ۱۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی وو.

Leave a reply