د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۱۶ ورځ هم  پراخه بریدونه دوام لري

0
163

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۱۶ ورځ هم  پراخه بریدونه دوام لري

یاد شوي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې کیف پر لورې روان دا ستر پوځي‌ کتار لومړی د کیف په شاوخوا ښارونو او ځنګلونو کې وویشل شو او وروسته يي د تعرض وضعیت واخیست. همداشان کتار د پلازمینه کیف شمال لوري‌ ته د انتونوف هوايي ډګر ترڅنګ لیدل شوی دی.

(2022 / 3 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه د اوکراین په یو زیات شمیر ښارونو د توغندیو  او هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.

  روس ځواکونه د هغوې د پلان له مخې‌ په چټکۍ سره پرمختګ کولی نشي. د بله پلوه لویدیځه نړۍ هره ورځ پر روسیې نوي‌ بندیزونه اعلانوي.

  روسیې پر اوکراین د یرغل په ۱۶ ورځ وویل چې د اوکراین د ملکي‌ وګړو د تخلیې په خاطر به په یو پلوه توګه هره ورځ د سهار د لسو بجو نه په اعتبار سره د بشري‌ مرستو دهلیزونه پرانیزي.

  د بله پلوه  د ماکسر د امریکا د ټکنالوژۍ شرکت د سپوږمه کۍ له لارې د اوکراین د پلازمینې کیف پر لورې روان د ۶۷ کیلومتره په اوږدوالي‌ سره د روسي‌ ځواکونو کتار د کیف ښار ته نږدې شاوخوا ښارونو او ځنګلونو ته د خوریدو نه خبر ورکړی دی.

  یاد شوي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې د ټانکونو، زغروالو موټرو، سترو توپونو او ډول ډول درندو وسلو  نه  جوړ دا ستر کتار د پلازمینې کیف په شاوخوا کې ښارونو او ځنګلونو ته خور شوی دی. توپونه د تعرض وضعیت ته راوستل شوي‌ دي.

  یاد شوي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې کیف پر لورې روان دا ستر پوځي‌ کتار لومړی د کیف په شاوخوا ښارونو او ځنګلونو کې وویشل شو او وروسته يي د تعرض وضعیت واخیست. همداشان کتار د پلازمینه کیف شمال لوري‌ ته د انتونوف هوايي ډګر ترڅنګ لیدل شوی دی.

  د ویلو ده چې دا کتار تیره اونۍ د نفتو او لوژیستیکي‌‌ او خوړو  د ستونزو له امله دریدلی وو.د بله پلوه اوکرایني‌ ځواکونو پدې کتار د ضد ټانک توغندیو سره برید کړی وو. ویل کیږي‌ دا کتار د پلازمینې کیف ۱۵ کیلومترۍ ته رارسیدلی دی.

Leave a reply