ا.ا وايي چې پۀ رسمیت پېژندل مو مشروع  حق دی 

0
222

ا.ا وايي چې پۀ رسمیت پېژندل مو مشروع  حق دی 

په دې ناسته کې د ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي، د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ ګډون کړی و.

 

(2022 / 3 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن د ترکیې په انتالیا ښار کې د افغانستان، امریکا او قطر چارواکو په درې اړخیزه ناسته کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پیژندل او د شتمنیو ازادېدل د افغانانو مشروع حق دی او له همدې سره یې سیاسي اړیکي او اقتصاد وده کوي.

په دې ناسته کې د ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي، د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ ګډون کړی و.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي څرګنده کړه، چې هېواد یې هڅه کوي د افغانستان اقتصاد پر پښو ودریږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د قطر او امریکا پر دیپلوماتیک ماموریت خبرې او دغه ډول ناستې یې د ټولو لورو په ګټه وبللې.

Leave a reply