د اروپايي پارلمان غړې: پر اوکراین د جګړې له امله افغانستان باید هېر نشي

0
174

د اروپايي پارلمان غړې: پر اوکراین د جګړې له امله افغانستان باید هېر نشي

ویل کېږي، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، د افغانستان په اړه د نړۍ پام اوښتی دی. په ورته وخت کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له هم نړۍ غوښتي، چې د افغانستان بحران باید د اوکراین د جګړې له کبله هېر نه شي.

(2022 / 3 /  11   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اروپايي پارلمان ایرلینډۍ غړې کلیر دلي وایي چې که څه هم په افغانستان کې بشري ناورین روان دی، افغانان له خپل هیواده تیښتې ته اړ شوي او افغان ماشومان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي خو نړۍ د دوی مشکلات له پامه غورځولي دي او ټول پام یې د اوکراین خوا ته ده.

کلیر دلي وایي چې د افغانانو ستونزې او رنځ ځکه هیر شوي چې دوی اروپایان نه دي، د دوی رنځ د امریکایي وسلو او د امریکا د یرغل په نتیجه کې رامنځته شوي او د دوی شتمنۍ د یوه ظالم امریکایي ولسمشر له خوا غصب شوې نه د یوه روسي ولسمشر لخوا.

Leave a reply