میشل باشله: افغان مېرمنو ته باید د رهبرۍ فرصت ورکړل شي

0
84

میشل باشله: افغان مېرمنو ته باید د رهبرۍ فرصت ورکړل شي

خبرپاڼه کې راغلي چې افغان مېرمنې د جګړې، سختې بې‌وزلۍ، د نه منلو وړ تاوتریخوالي او تبعیض سره مخ دي خو بیا هم د خپلو کورنیو او ټولنو د ساتنې او پالنې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.

 

(2022 / 3 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې میشل باشله ویلي، افغان مېرمنو ته باید د رهبرۍ فرصت ورکړل شي څو د سولې، بشري او پرمختیايي بهیرونو کې د بدلون او په هېواد کې د سولې او پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د عالي کمیشنرې له قوله لیکلي چې نوموړې دغه څرګندونې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت کابل ته د خپل سفر پر مهال کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې افغان مېرمنې د جګړې، سختې بې‌وزلۍ، د نه منلو وړ تاوتریخوالي او تبعیض سره مخ دي خو بیا هم د خپلو کورنیو او ټولنو د ساتنې او پالنې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.

نوموړې ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي او د خپل هېواد په راتلونکي کې د ونډه اخیستو توان ولري او برخه واخلي.

د هغې په وينا، ښځې بايد د پوليسو په ليکو، محکمو، دولتي بنسټونو او خصوصي سکتور او د مدني او ټولنيز ژوند په هره برخه کې په ښکاره توګه حضور ولري.

Leave a reply