په پاک افغان پوله تورخم افغان مریضان،ښځې او ماشومان سختو ستونزو سره مخ دي

0
221

باغی ټي وي رپورټ
په تورخم پوله په افغاني کارډ او تذکره د بنديز له امله له تېرې ورځې راهيسې په تورخم کې مسافر بند پاتې شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تذکرو او افغاني کارتونو د بنديز له امله له تېرې ورځې راهيسې په تورخم پوله ماشومانو او ناروغانو په ګډون مسافر تورخم پولې سره څیرمه مارکیټونو کې انتظار کوي چې دوی ته اجازه ورکړې شي چې افغانستان ته سفر وکړي.

په تورخم پوله د سرچنیو مطابق د تذکرو د تصدیق او افغان POR دفتر تړل شوی دي، سرچینې وایی چې یاد دفتر د ملي امنیت د سلاکار په امر وتړل شو ل او وس افغان مسافر له ستونزو سره مخ شوي دي او په پوله د افغان مریضانو او نور عام وګړو رش جوړ شوې دې.
د سرچنیو مطابق افغان ناروغان، سپين ږيري، ځايي مزدوران، د لارۍ چلوونکي د سختو ستونزو سره مخ شوي دي. د سهار له شپږو بجو څخه ناروغان د خپل وار په انتظار ناست دي چې افغانستان ته لاړ شي.
په پاک افغان پوله تورخم د افغان مسافرو د وینا مطابق تېره شپه يې تر اسمان لاندې تېره کړې ده، دې افغان وګړو سره ددوی ماشومان او ښځې هم د سختو ستونزو سره مخ دي.
په پوله مسافرو د افغانستان او پاکستان له چارواکو وغوښتل چې پر مونږ رحم وکړي او اجازه راکړې شي چې خپل هېواد ته واپس ستانه شو.
په تورخم پوله کسټم کلیرینس ایجنټ او د جمعیت علمای اسلام ف ضلع خیبر مشر قاري نظیم ګل شینواري اوویل چې دوی به سبا په تورخم پوله د ویریفیکیشن د دفتر تړلو په ضد یو لوی احتجاج پیل کړي، هغوی دا تور ولګول چې په تورخم پوله افغان مریضانو او عام وګړو څخه په زرګونو روپۍ رشوت اخستل کیږي او بیا دوی ته اجازه ورکول کیږي چې افغانستان ته لاړ شي، هغه اوویل چې غریب مسافر چې پیسې نه لري د سختو ستونزو سره مخ دي. هغه غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې غریب افغان مسافرو څخه د رشوت اخستنه بنده شی .
نوموړي اوویل چې په تورخم پوله دې د نادرا دفتر فعال کړې شي چې د مسافرو ستونزې هوارې شي او د افغان مسافرو تګ راتګ په اسانه توګه پیل شي.
………………………………………………………………….

په تورخم پوله په سلګونو شمیر کې افغان مریضان او وګړي د ویریفیکیشن دفتر د تړلو په وجه بند شوي دي

Leave a reply