د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار په اړه مهم خبر مخې ته راغلې

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر طارق بشير چيمه ادعا کړې چې وزيرانو ورته ويلي چې د لومړي وزير عثمان بزدار په بدلون باندې راضی شوې دې.
د جیو نیوز رپورټ مطابق سرچينو ترمخه دمسلم ليگ(ق) تر ټولو اوږده مشورتي غونډه په موجوده سياسي صورتحال ترسره شوې چې پکې دپارټۍ، اپوزيشن او حکومتي اتحادي مشرانو سره دمذاکراتو په عمل خبرې اترې شوي دي.
دسرچينو ترمخه دمسلم ليگ(ق) لخوا په راتلونکو ٤٨ ساعتو کې وروستى فيصله کيدلى شي او وفاقي کميټۍ هم په پنجاب کې دبدلون لپاره سمدستي نيټه ورکولو څخه انکار کړى دى.
دسرچينو ترمخه په غونډه کې شريک طارق بشير چيمه دعوه کړې ده چې وزيرانو وئيلي دي چې دوزيراعظم عثمان بزدار په بدلولو ی ورسره اتفاق شوى دى، دکميټۍ غړو ورته مبارکي ورکړې ده.
د رپورټ مطابق د وفاقي کميټۍ وزيرانو وويل چې د پنجاب د وزيراعظم په بدلولو راضي شوي دي۔






