پي ټي آیی ترین ګروپ نوازشریف سره ملاقات کړې دې

0
76

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزير عليم خان له پخواني لومړي وزير نواز شريف سره ليدلي دي.

دجیو نیوز رپورټ مطابق، سرچينو له مخې عليم خان اؤ نوازشريف په لندن کې ليدنه کړې چې پکې دماليې پخواني وزير اسحاق ډار او د نواز شريف ځوي هم موجود وو.
سرچينې وائي د چهارشنبې په ورځ د نوازشريف اؤ عليم خان ترمينځ ليدنه ترسره شوه چې کابو درې ساعته يې دوام وکړ، د رپورټ مطابق ددوی ملاقات په داسې حال کې شوې چې جهانګيرترین په دغه ليدنه کې موجود نه وو.

دسرچينو ترمخه د نوازشريف اؤ عليم خان ترمينځ ليدنه ددواړو ملګرو لخوا شوې ده چې پکې عليم خان پخواني وزيراعظم ته وويل چې په دري کالو کې ورسره څه شوي اؤ دهغه دخپل ګوند پي ټي ائي دوی په څه ډول په نښه کړې دي.

سرچينې وائي عليم خان به په مسلم ليگ(ن) کې شامليږي. سرچينې دا هم وايي، عليم خان لندن ته له راتلو وړاندې په لاهور کې له شهباز شريف سره هم ليدلي وو.ياده دې وي چې عليم خان چې څه موده وړاندې د ترين ډلې سره يو ځای شوی او له جهانګير ترين سره د ليدو لپاره لندن ته تللی وو.

Leave a reply