ټولګټو وزارت: د حلقوي سړک د چارو بشپړول مو لومړیتوب دی 

0
161

د ټولګټو وزارت مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت د بادغيس له يو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان د حلقوي سړک بشپړول د ټولګټو وزارت په لومړيتوبونو کې دى او په دې اړه يې د اسیا پراختیايي بانک له مسوولينو سره خبرې روانې دي.

(2022 / 3 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ټولګټو چارو وزارت مرستیال وايي چې د حلقوي سړک بشپړول د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې دى.

د ټولګټو وزارت مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت د بادغيس له يو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان د حلقوي سړک بشپړول د ټولګټو وزارت په لومړيتوبونو کې دى او په دې اړه يې د اسیا پراختیايي بانک له مسوولينو سره خبرې روانې دي.

د ټولګټو وزارت مرستیال ویلي، که نړیوال بانک له تمویل څخه ډډه وکړي، دوی به دغه ملي پروژه له کورنیو سرچینو تمویل کړي.

Leave a reply