د وژل شوي ټریفک اهلکار د جنازې نمونځ ادا کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
پرون ماښام په ډزو وژل شوي د باړه تحصیل د ټریفک اهلکار جنازه ادا کړې شوه.
د شهيد ټريفک پوليس افسر مصطفیٰ د جنازې لمونځ د خيبر باړه بازار پوليس لائن شاکس کښې په پوره دولتي اعزاز سره ادا کړے شو۔
ایم این اے اقبال آفریدی ایم پی اے شفیق شیر آفریدی سی سی پی او پیښور محمد اعجاز خان ډی پی او خیبر عمران خان، کمانډنټ باړه رائفلز، ډی سی خیبر منصور ارشد او نور سرکاري او مقامي مشرانو د وژل شوي اهلکار په جنازه کې په ګنړ شمیر کښې ګډون اوکړو.د یادونې ده چې پروان ماښاه دا ټریفک اهلکار د ډیوټې په دوران د باړه تحصیل بازار په خیبر چوک کې د نا څرګنده وسلی والو په ډزو کې اووژل شول.






