د امریکا کانګرس؛ اوکراین سره د ۱۴ ملیاردو ډالرو مرسته منظوره کړه

0
150

د امریکا کانګرس؛ اوکراین سره د ۱۴ ملیاردو ډالرو مرسته منظوره کړه

د ولسمشر جو بایډن حکومت د کانګرس څخه د اوکراین سره د ۱۰ ملیاردو ډالرو بشري، نظامي او اقتصادي مرستو غوښتنه کړې وه خو شومر وایي چې کانګرس ددې عاجلو مرستو په منظورولو د اوکراین سره د حکومت د غوښتنې څخه دوه برابره ډیرې پیسې منظورې کړې.

 

(2022 / 3 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا کانګرس د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره د حکومت د لګښتونه ستره بودجه منظوره کړه چې ۱۴ ملیارده پکې اوکراین ته بیلې شوې دي.

د سنا په مجلس کې د دیموکرات ګوند مشر چک شومر د بودجې د منظورېدو نه وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دوی د اوکراین سره د ملاتړ ژمنه په داسې حال کې پر ځای کړه چې هغوی د ولاد میر پوتین پر ضد د خپل ژوند لپاره جنګیږي.

د ولسمشر جو بایډن حکومت د کانګرس څخه د اوکراین سره د ۱۰ ملیاردو ډالرو بشري، نظامي او اقتصادي مرستو غوښتنه کړې وه خو شومر وایي چې کانګرس ددې عاجلو مرستو په منظورولو د اوکراین سره د حکومت د غوښتنې څخه دوه برابره ډیرې پیسې منظورې کړې.

امریکا د اوکراین سره دا مرستې په داسې حال منظوروي چې د روسیې د یرغل دریمه اوونۍ پیلیږي. امریکا له اوکراین سره نظامي او بشري مرستې په ډېر احتیاط کوي او نه غواړي چې د روسیې سره یې ټکر راشي.

Leave a reply