امریکا د افغانستان پۀ اړه خپلو متحدینو سره خبرې کوي

امریکا د افغانستان پۀ اړه خپلو متحدینو سره خبرې کوي
د دې فورم ګډونوال به د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه خپل لیدلوري شریکوي. د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړی استازي ټام ویسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دی هم په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه روان شوی دی.
(2022 / 3 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې په کنفرانس کې به له خپلو متحدینو سره د افغانستان په تړاو پر نړیوال تعامل خبرې وکړي.
د ترکیې د انتالیا ديپلوماسۍ فورم نن پیلیږي او درې ورځې به دوام کوي، چې پکې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته هم د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.
د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې متقي به د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته د وینا ترڅنګ د ترکیې او ځینو نورو هېوادونو له چاوراکو سره وګوري.
د دې فورم ګډونوال به د پالیسۍ، دیپلوماسۍ او سوداګرۍ په اړه خپل لیدلوري شریکوي. د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړی استازي ټام ویسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دی هم په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه روان شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په یاد فورم کې به له خپلو نړیوالو متحدینو سره د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کوي.






