واک ته د ا.ا.ا تر رسېدو وروسته TTP  پۀ عامو ځایونو کې جنګ ته د اماده ګۍ لپاره چندې کوي 

0
241

واک ته د ا.ا.ا تر رسېدو وروسته TTP  پۀ عامو ځایونو کې جنګ ته د اماده ګۍ لپاره چندې کوي

د ا.ا.ا پۀ دې اړخ رسنیو ته تر اوسه څۀ ندي ویلي؛ خو د پاکستان حکومت څو ځلي پۀ افغان طالبانو غږ  کړی چې چاته اجازه ورنکړي چې لۀ افغان خاورې پۀ استفادې د پاکستان خاوره نا امنه کړي.

 

(2022 / 3 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کابو اوۀ میاشتې وشوې چې افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي.

د طالبانو لۀ واک ته رسېدو سره سم پاکستان کې جنګونو زور اخستی، نړۍوال سیاسي شنونکي پۀ دې باور دي چې افغانستان کې د طالبانو بریا پاکستاني طالبان زړور کړي او د پخوا پۀ پرتله یې جګړو ته زور ورکړی دی.

تازه د تحریک طالبان پاکستان ( TTP )  د افغانستان پۀ یو شمېر ولایتونو کې پاکستان کې د جګړې لپاره چندې / مرستې راټولول پیل کړي دي.

د راپورونه لۀ مخې څو ورځې وړاندې د تحریک طالبان قومندان کمانډر محمد قاسم د خوست، کنړ، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د یادې ډلې د سپورټ لپاره چندې کړي دي.

د ا.ا.ا پۀ دې اړخ رسنیو ته تر اوسه څۀ ندي ویلي؛ خو د پاکستان حکومت څو ځلي پۀ افغان طالبانو غږ  کړی چې چاته اجازه ورنکړي چې لۀ افغان خاورې پۀ استفادې د پاکستان خاوره نا امنه کړي.

د یادونې ده چې د باغي ټلویزیون ادارې داسې اسناد تر لاسه کړي چې TTP  پکښې لۀ خلکو د مرستې راټولولو غوښتنه کړې ده.

 

Leave a reply