بډایه روسان خپله شتمني متحده عربي اماراتو ته انتقالوي 

0
107

بډایه روسان خپله شتمني متحده عربي اماراتو ته انتقالوي 

د خلیج مالي او سوداګریز مرګز دوبۍ د کلونو راهیسې د نړۍ خورا بډایه خلکو ته د پاملرنې وړ ده او د لویدیځو متحدینو او مسکو ترمنځ د متحده عربي اماراتو ناپیلتوب روسانو ته ښودلې چې د هغوی پیسې هلته مصونې دي.

 

(2022 / 3 /  11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

مالي او حقوقي منابع وایي بډایه روسان په دې هڅه کې دي چې د لویدیځ د پراخو بندیزونو د څپو پر وړاندې د خپلو پانګو د ساتلو په خاطر د خپلو شتمنیو یوه برخه له اروپا څخه متحده عربي اماراتو ته ولیږدوي.

د خلیج مالي او سوداګریز مرګز دوبۍ د کلونو راهیسې د نړۍ خورا بډایه خلکو ته د پاملرنې وړ ده او د لویدیځو متحدینو او مسکو ترمنځ د متحده عربي اماراتو ناپیلتوب روسانو ته ښودلې چې د هغوی پیسې هلته مصونې دي.

په راپور کې راغلي چې په ډیرو مواردو کې بډایه روسان د سویس او لندن څخه دوبۍ ته د خپلو پانګو د انتقالولو هڅه کوي. سویس او لندن، دواړو روسان او روسي بنسټونه تحریم کړي دي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت، مرکزي بانک او د رسنیو دفتر تر اوسه د روسي پانګو د کچې په اړه چې دوبۍ ته انتقالیږي معلومات نه دي ورکړي.

یوې بلې مالي منبع ویلي چې روسان دننه په هیواد کې د یو ګډوډیدونکي اقتصاد سره مخامخ دي، د پانګونې په ځانګړې توګه د املاکو د رانیولو په هڅه کې دي چې مالکیت یې بربنډ نه شي.

Leave a reply