تېرو ۶ میاشتو کې؛ ۵ سوه زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي

تېرو ۶ میاشتو کې؛ ۵ سوه زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټی له افغانستان څخه د ګڼو خلکو د وتلو خبره د بهرنیو کړیو ناسم تبلیغات بولي او زیاتوي چې یو کم شمېر خلک د بهرنیانو په دعوتنامو له هېواده وتلي دي.
(2022 / 3 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو څو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي خو وايي، لا هم د بهرنیو کړیو د ناسمو تبلیغاتو له امله په دعوتنامو باندې یو شمېر هېوادوال په دغه موده کې بهر ته وتلي دي.
د کډوالو چارو وزارت یوه لوړپوړي پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.