مولانافضل الرحمان په ټول ملک کې د احتجاج،سرکونو بندولو اعلان کړې دې

باغی ټي وی رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان په غوښتنه د کراچۍ پشمول ټول ملک کښې د جے یو آئی کارکنانو د احتجاج په توګه سرکونه بند کړي دي، چې له وجهې ی خلقو ته ستونزې پیدا شوي دي.
د سندهـ په سکر ښار کې د جے یو آئی کارکنانو په نېشنل هائی وے پنو عاقل باندې احتجاج کړې او د جے یو آئی کارکنانو د کراچۍ پریس کلب مخې ته هم احتجاج ریکارډ کړې دې.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په نواب شاه کښي د جے يو آئي کارکنانو په سکرنډ روډ باندي احتجاج کړي دې او ټريفک ئي بند کړے دے، په جيکب آباد کښي هم کارکنانو په ډي سي چوک کښي احتجاجي پرلت کړي دې او بلخوا په مټياري کښي هم د جے يو آئي کارکنانو په قومي شاهراه باندي احتجاجي پرلت کړي ده چي له وجي ئي په سرکونو د موټرو قطارونه جوړ شوي دي او لارې بندې شوي دي.
په سوات کښي د جے يو آئي کارکنانو د مينګوره په نشاط چوک کښي احتجاجي مظاهره کړي ده او په خضدار کښي د جے يو آئي کارکنانو په قومي شاهراه باندي راغونډيدل شروع کړي دي، کارکنانو د اچھړیا سره نزدې هزاره ايکسپريس وے د ټريفک لپاره وتړله۔
د ضلع خیبر د جې یو آی ف مشرانو هم په بیان چې دوی به سرکونو ته را اووځي او د مولانا فضل الرحمان په لارښوونه به په احتجاج لاس پورې کړې.
د رسنیو رپورټونو مطابق په کوټه ښار کې هم د جې یو آیی مشرانو په اعلان د احتجاج اعلان شوې دې.
د یادونې ده چې پرون (زیارت) په ماښام د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) سنېټر کامران مرتضی د نورو وکیلانو سره د پولیسو سټیشن سیکریټریټ کې درخواست جمع کړی چې پکې تور لګول شوی چې پولیس اهلکارو ایم این اے صلاح الدین ایوبي، جمال الدین او د دوی میلمانه تښتولي دي.
کامران مرتضی وايي، چې زما په ګډون یې پر صدر رفیق، رفیع الله او نور شکنجه کړي دي. عریضه کې ویل شوي چې پولیسو د سپیکر د نیولو یا اجازې په څیر هیڅ کوم شۍ نه درلود، پداسې حال کې چې د کورنیو چارو وزیر په دې کې سازش هم امکان لري چې په دې کې شامل وي. بل خوا نوموړي د پېښې مقدمه درج کړې او د تورنو کسانو پر ضد يې د سختې انضباطي او قانوني چلند غوښتنه کړې ده.






