لاوروف:  غرب د اوکراین په تسلیحاتي ملاتړ ستونزې لا ډېروي

0
139

لاوروف:  غرب د اوکراین په تسلیحاتي ملاتړ ستونزې لا ډېروي

نوموړي دغه راز د اوکراین هغه ادعا هم په کلکه رد کړې ده چې ویلي یې وو روسیه نسل وژنه کوي. لاوروف ویلي، دوی جنګي قوانینو ته درناوی لري او په خبره یې، کوم روغتون چې بمبارد شوی دی په هغه کې هیڅ ناروغ وجود نه لاره.

 

(2022 / 3 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې روسیه پر هیڅ هېواد د برید پلان نه لري خو ټینګار کوي چې غرب د اوکراین په تسلیحاتي ملاتړ ستونزې لا ډېروي.

هغه زیاته کړې ده چې دوی د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو خطر هغه وخت حس کړ چې غربي هېوادونو ځانګړې توګه امریکا اوکراین ته د وسلو د ورکړې ژمنې سر پر سر تازه کړې.

نوموړي دغه راز د اوکراین هغه ادعا هم په کلکه رد کړې ده چې ویلي یې وو روسیه نسل وژنه کوي. لاوروف ویلي، دوی جنګي قوانینو ته درناوی لري او په خبره یې، کوم روغتون چې بمبارد شوی دی په هغه کې هیڅ ناروغ وجود نه لاره.

نوموړي څرګنده کړې ده چې یاد روغتون یې د اوکرایني ځواکونو له لوري تر ولکې وروسته بمبارد کړی دی.

Leave a reply