بهرنیو چارو وزارت: د ټاپي پروژې چارې له خنډ پرته پر مخ روانې دي

0
167

بهرنیو چارو وزارت: د ټاپي پروژې چارې له خنډ پرته پر مخ روانې دي

یاد وزارت ویلي چې د اسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د مالي ملاتړ په برخه کې هېڅ ډول رول نه لري او یوازې د دغې پروژې د مالي مشاور په توګه کار کوي .

 

(2022 / 3 / 10  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته تر هغه چې پرون د نیوز انټرنشنل د اسیا پراختیایي بانک له قوله وویل چې څو پورې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه وي پېژندل شوی د ټاپي پروژې چارې نه شي پیلېدلی، بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغې پروژې چارې له خنډ پرته په منظم ډول پر مخ روانې دي او د لا چټکتیا په موخه یې له ترکمنستان هېواد سره دوی په اړیکه کې دي.

د یاد وزارت د اقتصادي چارو ریاست ویلي چې د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو له کمېدو سره د ټاپي پروژې عملي چارو کې چټکوالی راغلی دی.

یاد وزارت ویلي چې د اسیا پراختیايي بانک د ټاپي پروژې د مالي ملاتړ په برخه کې هېڅ ډول رول نه لري او یوازې د دغې پروژې د مالي مشاور په توګه کار کوي .

Leave a reply