پاکستان چمتو دې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ایجنډا چارې وړاندې بوځي: شاه محمود قریشي

0
72

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان به د ټولو بشري حقونو د ودې او ساتنې او د پایداره پرمختیا اجنډا ته د رسیدو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ماشینري سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
دبشري حقونو لپاره دملگرو ملتونو هائي کميشنر ميشل باچليټ سره ليدنه کې خارجه وزير دبشري حقونو اؤ بنيادي ازادو دترويج اؤ تحفظ لپاره دپاکستان په ژمنو ټينګار کړى دې.
د اې پي پي رپورټ مطابق قریشي د پاکستان حکومت هغه پالیسي په ګوته کړه چې مقصد یې د انساني کرامت تضمین کول، د ښځو ځواکمن کول، د ماشومانو حقونو ته وده ورکول، د اقلیتونو د حقونو ساتنه او د بین العقیده هماهنګۍ ته وده ورکول دي. په دې موقع دبهرنيو چارو وزير قريشي او هائي کمشنر بيچليټ د افغانستان په صورتحال هم خبرې اترې وکړې.

Leave a reply