استرالیا: د اوکراین تر څنګ د افغانستان وضعیت ته هم پام په کار دی

0
89

استرالیا: د اوکراین تر څنګ د افغانستان وضعیت ته هم پام په کار دی

نوموړې وایي سره له دې چې د اوکراین موضوع توده ده، خو دوی د افغانستان وضعیت ته هم کتنه کوي او دغه هېواد یې نه دی هېر کړی. نوموړې وایي دوی له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو ټینګار کوي او ددې غوښتونکي دي چې نوی حکومت بشري حقونه رعایت کړي.

 

(2022 / 3 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

استرالیا وایي د اوکراین تر څنګ د افغانستان وضعیت ته هم پوره پاملرنه لري.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان او اوکراین وضعیت په ځينو برخو کې سره ورته دی، خو د نړیوالې ټولنې دنده ده چې د خلکو ژوند او بشردوستانه مرستو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړې وایي سره له دې چې د اوکراین موضوع توده ده، خو دوی د افغانستان وضعیت ته هم کتنه کوي او دغه هېواد یې نه دی هېر کړی. نوموړې وایي دوی له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو ټینګار کوي او ددې غوښتونکي دي چې نوی حکومت بشري حقونه رعایت کړي.

اړوند موضوعات:

سور صلیی ویلي اوکراین کې دې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وشي

دغه استراليايي ديپلوماتې ویلي چې د بشري حقونو په تړاو د نوي حکومت ژمنې باید د عمل جامې واغوندي.

Leave a reply