امریکا او برېټانیا: روسیه د اوکراین په نیولو سره اوکرایني زړونه نه شي خپلولی

0
93

بلینکن وایي روسیه به ښارونه ونیسي خو د خلکو زړونه نه شي ترلاسه کولی نو له همدې امله که روسیه له اوکراین شاتګ و نه کړي، نو په یوه دایمي جنګ کې به ښکېله شي.

هغه بیا هم پر روسیې غږ کړی چې ژر تر ژره له اوکراین په شا شي او خپله ستراتيژیکه ماتې ومني.

(2022 / 3 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

امریکا او برېټانیا وایي په ګډه به روسیه په اوکراین کې ماتوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې روسیه به ارو مرو په اوکراین کې ماتې خوري.

د ده په وینا دوی به روسیه ماتوي او په خبره یې هېوادونه یوازې د جګړو له لارې نه نیول کېږي.

Leave a reply