ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې دنیا په افغانستان کې زموږ حمقاتونه ښه سم ولیدل

0
305

ټرمپ يو ځل بیا ویلي چې دنیا په افغانستان کې زموږ حمقاتونه ښه سم ولیدل

د ده په خبره هغه تېروتنې چې امریکا په افغانستان کې وکړې ټولې نړۍ ولیدلې او دا خو واضح خبره ده چې زموږ کمزوري او تېښته یې ولیدله. ټرمپ وایي نن چې په اوکراین کې کوم وضعیت رامنځ ته شوی زمینه یې میاشتې مخکې بایډن په افغانستان کې برابره کړه او روسیې ته یې روحیه ورکړه.

 

(2022 / 3 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې افغانستان کې د امریکا له شرمه ډکې ماتې، ایران، چین، شمالي کوریا او روسیه زړور کړل.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله دې مرکه کې ویلي، ټولې نړۍ موږ ته کتل چې په افغانستان کې مو څه حماقتونه وکړل.

د ده په خبره هغه تېروتنې چې امریکا په افغانستان کې وکړې ټولې نړۍ ولیدلې او دا خو واضح خبره ده چې زموږ کمزوري او تېښته یې ولیدله. ټرمپ وایي نن چې په اوکراین کې کوم وضعیت رامنځ ته شوی زمینه یې میاشتې مخکې بایډن په افغانستان کې برابره کړه او روسیې ته یې روحیه ورکړه.

نوموړي تمه ښوودلې چې روسیه له سختو بندیزونو سره مخ شي او دغه هېواد له اوکراین وتلو ته اړ کړل شي.

Leave a reply