د سولې رېښې بنسټ:افغانستان سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالر غواړو

د سولې رېښې بنسټ:افغانستان سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالر غواړو
دغه بنسټ وایي دوی غواړي له افغانانو سره د نوو باغونو په جوړولو او د نوو میوه لرونکو ونو په کېنولو کې مرسته وکړي نو له همدې امله یو میلیارد ډالر مرستې ته اړتیا لري څو وکړی شي خپلې دغه موخې ته ورسېږي.
(2022 / 3 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سولې رېښو په نامه یوه نړیوال خیریه بنسټ له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
دغه خیریه بنسټ چې د کرنې او زراعت په برخه کې کار کوي وايي، د افغانستان د اتیا سلنه وګړو ژوند په کرنه او زراعت پورې اړه لري نو له همدې امله غواړي چې له دې برخې سره د تېر په څېر مرسته وکړي.
دوی وایي افغانستان د اسیا بڼ دی او څومره یې چې په کرنه او بڼوالۍ پانګونه کېږي دومره د سیمې د هېوادونو وضعیت هم ورسره ښه کېږي.
دغه بنسټ وایي دوی غواړي له افغانانو سره د نوو باغونو په جوړولو او د نوو میوه لرونکو ونو په کېنولو کې مرسته وکړي نو له همدې امله یو میلیارد ډالر مرستې ته اړتیا لري څو وکړی شي خپلې دغه موخې ته ورسېږي.





