‏هند د  افغانانو ويزې باطلې اعلان کړي

په کابل او هند کې ميشت افغان محصلینو د هند د هغه اقدام خلاف ټويټري کمپاين شروع کړى چې له مخې يې په کابل کې د هند سفارت له خوا ويشل شوي سټيکر يا فزيکي ويزې باطلې اعلان شوې دي.

 

 

 

د هند د کورنیو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي ول چې ټولې هغه ويزې چې يه کابل کې د هند د سفارت له خوا ويشل شوي دي باطلې دي او افغان اتباع بايد اليکترونيکي ويزې ته له سره غوښتنليک جمع کړي.

 

هند حکومت د ويزو باطلولو دليل شهير شرکت چې په کابل کې د هند د ويزو خدمات وړاندې کوي ته د طالبانو ورتګ او د پاسپورټونو بېځايه کيدل ښودلي دي.

 

خو د شهير شرکت مشر په يوه ليک کې چې د هند بهرنیو چارو وزارت ته يې ليږلى دغه راپورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې هيڅ يو پاسپورت له دوى بېځايه شوى نه دى او نه هم د شرکت څخه طالبانو څه اخيستې دي.

 

هغوى ويلي چې ټول هغه کسان چې هند ويزو ته غوښتنليک جمع کوي په کابل کې بيوميتريک کيږي او د هند حکومت کولاى شي چې د پاسپورت لرونکي کسانو بيوميتريک يو ځل بيا هند کې تاييد کړي څو د پاسپورت څخه ناوړه استفاده ونشي.

 

په عين حال کې په هند کې افغان محصلین چې د پروازونو د نشتون او د ويزو د باطلېدو له کبله په افغانستان کې بند پاتې دي د هند د حکومت له خوا د ويزو باطليدل غيرمعقول کار ګڼي.

 

دوى وايي چې افغان محصلین په کابل کې د دوه امنيتي چکونو چې يو يې په کابل کې د هند سفارت لخوا ترسره کيږي او بل يې د هند د کورنیو چارو وزارت ترسره کوي، څخه تېر شوي دي.

 

پر دې سربېره هر افغان د هند د بيوميتريک ملي مرکز سره ثبت دى او هيڅوک نشي کولاى چې په پردي پاسپورت هند ته داخل شي.

 

محصلین وايي چې هند کې يې درسونه پيل شوي دي او د ويزو او پروازونو د نشتون له کبله دوى مسلسل غير حاضريږي او ممکن له پوهنتون وويستل شي.

 

د يادونې وړ ده چې د طالبانو د راتګ سره هند په افغانستان کې خپل سفارت تړلى دى او له افغانانو يې غوښتي چې انلاين بڼه اليکترونيکي ويزې ته غوښتنليک جمع کړي.

 

خو نن ټکى اسيا ته افغان محصلینو ويلي چې تر دې دمه د هند حکومت هيڅ محصل ته الکترونیکي ايمرجنسي ويزه نه ده ورکړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载