د بایډن تر پرېکړې وروسته؛ روسیې هم پر ځینو خامو او نورو موادو پر صادرولو او واردولو بندیز ولګاوۀ

د بایډن تر پرېکړې وروسته؛ روسیې هم پر ځینو خامو او نورو موادو پر صادرولو او واردولو بندیز ولګاوۀ
روسیې دا پریکړه وروسته د هغې اعلان کړه چې د امریکا ولسمشر جو بایدن تیره شپه د روسیې په تیلو ، ګازو او انرژۍ په سکتور نوي بندیزونه ولګول.
د ویلو ده چې دا متقابل بندیزونه به په نړۍوالو بازارونو کې د تیلو، ګازو، انرژۍ، کرنیزو توکو او یو زیات شمیر نورو توکو بیو باندې ناوړې اغیزې وکړي.
(2022 / 3 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې صنایع پرته د هر ډول ځنډ او سکتې په دوامداره توګه د فعالیت کولو په موخه د هیواد نه د بعضو توکو او خامو موادو په صادراتو او وارداتو د بندیز لګولو اړوند حکم لاسلیک کړ.
پدې حکم کې راغلي دي چې د حکومت لخوا په ټاکل کیدونکو بعضو توکو او خامو موادو په صادراتو او وارداتو د اقتصادي تدابیرو په چوکاټ کې بندیز لګول کیږي.
همداشان پوتین د روسیې د حکومت نه د هغه هیوادونو د لست د جوړولو غوښتنه کړې ده چې ددې بندیزونو نه اغیزمن کیږي.
روسیې دا پریکړه وروسته د هغې اعلان کړه چې د امریکا ولسمشر جو بایدن تیره شپه د روسیې په تیلو ، ګازو او انرژۍ په سکتور نوي بندیزونه ولګول.
د ویلو ده چې دا متقابل بندیزونه به په نړۍوالو بازارونو کې د تیلو، ګازو، انرژۍ، کرنیزو توکو او یو زیات شمیر نورو توکو بیو باندې ناوړې اغیزې وکړي.
پداسې حال کې چې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ له امله نړۍوال اقتصادي تورم کچه د پام وړ لوړه شوې وه ددې بندیزونو سره به نړۍوال اقتصادي تورم په بې ساري توګه لوړ شي.
وار د مخه د یو زیات شمیر هیوادونو په بازارونو کې د تیلو ، ګازو، غنمو، غوړو او یو زیات شمیر نورو توکو بیه ډیره زیاته لوړه شوې ده .






