طالبانو ویلي چې انګور اډه کې مو پنځه ویشت له وسلو بار موټر نیولي
طالبانو ویلي انګور اډه کې مو پنځه ویشت له وسلو بار موټر نیولي
طالبان وايي د پکتیا ولایت انګور اډه کې مو له وسلو ډک پنځه ویشت هغه موټر نیولې چې وسلې یې پاکستان ته وړلې.
(2021 / 9 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
طالبان وايي د پکتیا ولایت انګور اډه کې مو له وسلو ډک پنځه ویشت هغه موټر نیولې چې وسلې یې پاکستان ته وړلې.
دوی وايي دغه لارۍ موټر چې د پیازو په بهانه یې وسلې پاکستان ته وړلې له مسؤلو کسانو سره یو ځای نیول شوي چې تر پوښتنو او ګروېګنو وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
داپه داسې حال کې ده چې په طالبانو اکثر خلک تور پورې کوي چې دوی د افغانستان د ملي ځواکونو وسلې چې ملي شتمني ده پاکستان ته وړي.