روسيې د اوکراین پۀ پنځو ښارونو کې د ملکي وګړو د تخلیې لپاره اوربند کړی 

0
197

 روسيې د اوکراین پۀ پنځو ښارونو کې د ملکي وګړو د تخلیې لپاره اوربند کړی 

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دا انساني‌ دهلیزونه او د ملکي‌ وګړو د تخلیې چارې به د بې پيلوټه الوتکو په ذریعه د څارل کیږي. د اوربند په اړه ملګروملتونو سازمان، اروپا د امنیت او همکارۍ تشکیلات او سور صلیب کمیټې ته خبر ورکړ شوی دی.

(2022 / 3 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې  د اوکراین د پلازمینې کیف په ګډون په پنځو ښارونو نه د ملکي‌‌ وګړو د تخلیې په خاطر  یو ځل بیا لنډ مهال اوربند اعلان کړ.

 روسیې د اوکراین د پلازمینې کیف، ماریوپول، خارکیف، چرنیګیف او سومي‌ ښارونو نه د ملکي‌‌ وګړو د تخلیې په خاطر د نن چارشنبه د مارچ ۹ مه نیټه د مسکو په ځايي وخت د سهار د لسو بجو نه په اعتبار سره لنډ مهاله اوربند اعلان کړ.

  په اوکراین کې د بشري‌ مداخلې د مرکزونو سره د روسیې د دفاع وزارت د هماهنګۍ دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د کیف ، موریو پول ، خارکیف ، چرنیګیف او سومي‌ په ښارونو کې بشري‌ وضعیت تر وروستۍ درجې په بد حالت کې قرار لري.

 په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې روسیې د نوموړو پنځو ښارونو نه د ملکي‌‌ وګړو د تخلیې په خاطر  د جوړیدونکو بشري‌ دهلیزونو په خاطر د اوکراین پلو ته ددې دهلیزونو د فعالیت د ساعتونو د معلولومو په خاطر د شپې تر ۳ بجو پورې وخت ورکړ شوی دی.

همداشان د تخلیې پر مهال د دهلیزونو امنیت مسئولیت د اوکراین حکومت په غاړه اچول شوی دی.

Leave a reply