امریکايي وګړي وايي چې افغانستان کې د امریکا ماتې پوتین زړور کړی
امریکايي وګړي وايي چې افغانستان کې د امریکا ماتې پوتین زړور کړی
راپور کې وړاندې راغلي دي چې شاوخوا ۵۶ سلنه امریکایان په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا ماتې نه یوازې پوتین بلکې د امریکا نور رقیب هېوادونه هم زړور کړي دي او هغوی به له دې وروسته له دغه هېواد څخه د پخوا په څېر وېره ونه لري.
(2022 / 3 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ډیلي مېل ورځپاڼې پر اوکراین د روسیې برید ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ماتې پوتین لا زړور کړ. دوی وایي چې دغې غیر مترقبه ماتې پوتین دې ته وهڅاوه چې پر اوکراین برید وکړي ځکه هغه فکر کړی و چې له یادې ماتې وروسته به بایډن د اوکراین د اشغال پر وړاندې جدي غبرګون ونه ښیي.
راپور کې وړاندې راغلي دي چې شاوخوا ۵۶ سلنه امریکایان په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا ماتې نه یوازې پوتین بلکې د امریکا نور رقیب هېوادونه هم زړور کړي دي او هغوی به له دې وروسته له دغه هېواد څخه د پخوا په څېر وېره ونه لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا پر اوکراین د برید مسوول جوبایډن بللی و او زیاته کړې یې وه چې د بایډن د ناسمو سیاستونو له امله نړۍ د یوې مبهې راتلونکې پر لور روانه ده.