سعودي او اماراتو؛ د اوکراین په اړه د بایډن د خبرو وړاندیز رد کړی

سعودي او اماراتو؛ د اوکراین په اړه د بایډن د خبرو وړاندیز رد کړی
ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې جوبایډن د سعودي او اماراتو واکمنانو څخه هیله لرله چې له روسیې څخه د نفتو پر وارداتو بندیز ولګوي خو په خبره یې سعودي او اماراتو د بایډن تلفوني تماس ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.
(2022 / 3 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو واکمنانو د اوکراین د بحران په اړه د جوبایډن د خبرو وړاندیز رد کړی دی.
ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې جوبایډن د سعودي او اماراتو واکمنانو څخه هیله لرله چې له روسیې څخه د نفتو پر وارداتو بندیز ولګوي خو په خبره یې سعودي او اماراتو د بایډن تلفوني تماس ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.
سرچینې زیاته کړې ده چې بایډن دغه راز تمه لرله چې سعودي او یا هم امارات د اوکراین مسئله کې د پوتین او بایډن ترمنځ منځګړیتوب وکړي خو دواړو هېوادونو ځان بې طرفه ښودلی دی او په دې موضوع کې یې هیڅ علاقمندي نه ده ښکاره کړې.






