یونیسف خبر ورکړی چې افغانستان کې لۀ هرو دوو ماشومانو یو یې پۀ خوار ځواکۍ اخته دی
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق زیاته کړې ده چې په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته د اقتصادي وضعیت خرابېدو ماشومان تر پخوا ډېر اغېزمن کړي دي.
(2022 / 3 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونسیف) ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو یې له خوارځواکۍ څخه ځورېږي.
دغه بنسټ ویلي چې په افغانستان کې د اغېزمنو ماشومانو شمېر په شدت سره مخ پر لوړېدو دی او دې چارې دوی سخت اندېښمن کړي دي.
یاد صندوق د اندېښنې په څرګندولو سره افغان ماشومانو ته د خوراکي توکو او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي ژمنه هم کړې ده.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق زیاته کړې ده چې په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته د اقتصادي وضعیت خرابېدو ماشومان تر پخوا ډېر اغېزمن کړي دي.










Leave a Reply