په تورخم پوله د۲۰ ملیونو روپو بشري مرستې افغان چارواکو ته وسپارل شوې

نصیب شاه شینواري
په تورخم پوله نن د چهارشنبې په ورځ د پاک افغان همکارۍ فورم افغان چارواکو د بشري مرستو اته ټرکونه افغان چارواکو ته وسپارل.
د افغانستان د خلکو لپاره د خیرسګالۍ جذبې سره د فاتح فاونډیشن پاکستان په مالي مرسته د پاک افغان د همکارۍ ټولنې ترسیوري لاندې افغانستان سره د بشري مرستو 8 لارۍ مرستې 140 ټنه په شمول 80 ټنه اوړه، 20 ټنه وريژې، 8 ټنه لوبیا، 16 ټنه بوره ، ۱۲ ټنه غوړي او ۴ ټنه شنه چای د افغانستان اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شول. د خیرښیګړې تنظیم له لوري بیان کې ویل شوي چې ددې بشري مرستو ټول ارزښت ۲۰ملیونه روپې وو.
په موقع افغان چارواکي، د خیرښیګړې سازمان مشر محمد عبدالغني او د تورخم بارډر انتظامي چارواکي هم موجود وو.
محمد عبدالغني، د خیرښیګړې سازمان مشر له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې مونږ به د اړتیا په دې وخت کې خپل افغان وروڼه یوازې نه پرېږدو او له دوی سره به هر ډول ممکنه مرستې ته دوام ورکوو چې د افغانانو ستونزې هوارې شي.په پای کې د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلینو او چارواکو د خیر ښیګړې تنظیم فاتح فاونډیشن او پاکستاني چارواکو څخه مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې افغان اولس سره مرستې کوي.








