پي آیی اې چارټر الوتکې په اوکراین کې ایسار پاکستانیان وطن ته راوړل

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) یوه چارټر الوتکه، بوینګ-۷۷۷ د چهارشنبه په سهار له پولنډ څخه بیرته راستانه شوه چې د روسیې او اوکراین د شخړې وروسته ی په اوکراین کې بند پاتې ۲۳۰ پاکستانیان په کې سپاره وواو خپل وطن ته ی راورسلو.
د اې پي پي رپورټ مطابق د بهرنیو چارو سیکرټري سهیل محمود، په پاکستان کې د پولنډ سفیر ماکیج پسارسکي او میرمن جسټینا ماریا پسارسکي او د PIA چارواکو په هوایی ډګر کې د پاکستاني زده کوونکو ته هرکلی او ستړي مشي لپاره ولاړ وو.
د پولنډ سفير زده کوونکو ته د ښه راغلاست وروسته اے پي پي ته وويل چې مونږ د پولینډ د سفارتي نماینده په توګه ډیر خوښ یو چې زده کونکي په خوندي توګه بیرته کور ته راستانه شوي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي. موږ دلته د دې لپاره یو چې د والدینو سره پیوستون څرګند کړو او د دوی درد شریک کړو ځکه چې دوی د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره ډیر اندیښمن وو.
د بهرنیو چارو سیکرټري سهیل محمود د پولنډ د حکومت مننه کړې او ویلي یې دي چې د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان سفارتونه په یوکرین کې د بند پاتې پاکستانیانو د ایستلو لپاره ډیرې هڅې وکړې او دوی خپل وطن ته را ورسیدل.






