افغانستان کې جنګېدلي امریکایان: له رواني، تنفسي او سرطاني ناروغیو ځورېږو

0
175

افغانستان کې جنګېدلي امریکایان: له رواني، تنفسي او سرطاني ناروغیو ځورېږو

تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي رسنیو ویلي چې سلګونه امریکایي سرتېري چې په افغانستان او عراق کې یې ماموریت ترسره کړی دی له ډول ډول رواني او جسمي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ډېری یې له دې وضعیت شکایت کوي.

(2021 / 3 /  9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پخواني امریکايي نظامیان وايي چې باید د درملنې لپاره یې کانګریس ځانګړې بودیجه تصویب کړي.

د هغو امریکايي سرتېرو استازو چې په افغانستان او عراق کې یې ماموریت ترسره کړی وايي چې ملګري یې له ډول دول ناروغیو په تېره له سرطاني او تنفسي ناروغیو ځورېږي چې حکومت ورته هېڅ راز پاملرنه نه ده کړې.

دوی د امریکا له کانګریس غوښتي چې د پخوانیو سرتېرو د درملنې او پاللو لپاره ځانګړې بودیجه تصویب کړي، ځکه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ویل کېږي چې د دوی شمېر لسګونه کسانو ته رسېږي او د ګڼو ناروغیو تر څنګ ځینې یې له رواني ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply