نیویارک ټایمز لیکي چې نیمروز د افغان قاچاقبرانو د ګټې وټې پر ځای بدل شوی 

0
71

نیویارک ټایمز لیکي چې نیمروز د افغان قاچاقبرانو د ګټې وټې پر ځای بدل شوی 

ورځپاڼې په دې لاره له تلونکو مسافرو سره هم خبرې کړې دي او دوی ورته ویلي چې په ډېرې سختۍ او فشارونو ځان ایران ته رسوي، چې تر ډېره دا لارې د سر خطر له ځان سره لري.

 

(2022 / 3 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نیویارک ټایمز په یوه راپور کې له هېواده د تلونکو وګړو وضعیت ته کتنه کړې ده.

سرچینه وايي چې د هېواد په لودیځ ولایت نیمروز کې هره ورځ سلګونه کسان هڅه کوي ایران ته واوړي چې له خطرناکو لارو اوړي او د سر په بیه دا سفر بشپړوي.

ورځپاڼه کاږي چې نیمروز په تېره بیا زرنج ښار د انساني قاچاقبرو لپاره د ګټې وټې پر ځای بدل شوی او هېڅوک یې د کار مخه نه نیسي.

ورځپاڼې په دې لاره له تلونکو مسافرو سره هم خبرې کړې دي او دوی ورته ویلي چې په ډېرې سختۍ او فشارونو ځان ایران ته رسوي، چې تر ډېره دا لارې د سر خطر له ځان سره لري.

په دې تړاو مخکې هم راپورونه خپاره شوي چې هره ورځ زرګونه کسان له قاچاقي لارو هڅه کوي ایران ته واوړي.

Leave a reply