امریکا له روسیې د تېلو او نفتي توکو پر وارداتو بندیز ولګاوه

امریکا له روسیې د تېلو او نفتي توکو پر وارداتو بندیز ولګاوه
د روسیې تر ټولو ستر عایدات د نفتي توکو او ګازو د پلور له درکه ترلاسه کېږي چې دا هم تر ډېره پر اروپا او امریکا پلوري، ښایي د امریکا په دې اقدام سره په نړیوالو بازارونو په تېره په امریکا کې د تېلو بیې لوړې شي او روسیه هم سخته اقتصادي ضربه وویني.
(2022 / 3 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر جو بایډن په تازه اقدام کې ویلي چې له دې وروسته له روسیې د ګازو، ډبرو سکرو، نفتي توکو او تېلو پر وارداتو بندیز لګېدلی دی او امریکا نه غواړي چې د دوی په پیسو په اوکراین کې د پوتین د جګړې ماشین پیاوړی شي.
له دې سره جوخت برېټانیا هم اعلان کړی چې له روسیې د نفتي توکو پر وارداتو د روان کال تر پایه موقت او له هغه وروسته دایمي بندیز لګوي.