کوېټ وایي له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي

0
220

کوېټ وایي له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي

د کوېټ د حکومت په خبره په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبر دي، نو له همدې امله له بشري ناورین سره د مبارزې په موخه هڅه کوي افغانستان ته بشردوستانه مرستې ولېږي.

 

(2022 / 3  / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کوېټ حکومت په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لارې افغانستان سره پنځه میلیونه ډالر مرسته کوي.

د کوېټ د حکومت په خبره په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبر دي، نو له همدې امله له بشري ناورین سره د مبارزې په موخه هڅه کوي افغانستان ته بشردوستانه مرستې ولېږي.

کوېټ ویلي چې له دې سره به له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او بشري برخې به تر پوښښ لاندې نیسي.

تر دې وړاندې نورو اسلامي هېوادونو هم له افغانستان سره د مرستې ډاډ ورکړی دی، خو مرستې یې کمرنګه دي او د افغان وګړو په دې سخت وضعیت کې یې اړین لاسنیوی نه دی کړی.

Leave a reply