د ماشومانو د ژغورنې کمېټه: د ښوونځیو په تړاو د حکومت د پرېکړې هرکلی کوو

0
254

د ماشومانو د ژغورنې کمېټه: د ښوونځیو په تړاو د حکومت د پرېکړې هرکلی کوو

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې له تعلیمي برخې سره د نړیوالو مرستو ته هم سخته اړتیا ده او شاوخوا اته میلیونه ماشومان ددې اړتیا لري چې د زده کړو او تعلیم ملاتړ یې وشي.

 

(2022 / 3 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغان حکومت د تازه پرېکړې هرکلی کړی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د افغان حکومت د هغه پرېکړې هرکلی کوي، چې په راتلونکو اونیو کې به نجونې او هلکان دواړه ښوونځیو ته د تګ اجازه ولري.

دغه اداره وایي دا خبر هیله بښونکی دی او دوی تمه لري چې په افغانستان کې د زده کړو او روزنې نورمال بهیر پیل شي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کمېټې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې له تعلیمي برخې سره د نړیوالو مرستو ته هم سخته اړتیا ده او شاوخوا اته میلیونه ماشومان ددې اړتیا لري چې د زده کړو او تعلیم ملاتړ یې وشي.

افغان حکومت تېره ورځ وویل چې په نوي کال کې به د ښوونځیو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې وي.

Leave a reply