د اپوزیشن اتحاد مشرانو ویلي دوی به د عمران خان په ضد ۱۷۲ څخه زیاتې راې ترلاسه کړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د حزب اختلاف اتحاد پاکستان ډیموکریټک تحریک او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، د پاکستان پيپلز پارټۍ پارلېماني مشر اصف علي زرداري او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر او د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف په ګډه خبري غونډه کې اعلان وکړ د عدم اعتماد تحريک خو مونږ به غړي ايوان ته راوړو او د ۱۷۲ نه زياتې رايې به اخلو.
د جیو نیوز رپورټ مطابق، سرچينو له مخې پرون مازيګر څلور بجې دري سياسي مشرانو يو مطبوعاتي کانفرنس کولو خو دا خبري غونډه ناوخته پيل شوه.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دمسلم ليگ(ن) صدر شهباز شريف اوويل چې دڅلورو کالو څخه دټاکل شوي وزيراعظم لخوا داقتصادي تباهي بې مثاله ده.
شهباز اوویل چې په ملیارده ډالرقرضي ی راواخستې خو په ملک کې ی یوه روپۍ هم نه ده لګولې.





