ایران فضا ته د یوې نوې پوځي سپوږمه کۍ د توغولو نه خبر ورکړی دی

د ایران د ایرنا خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د نور ۲ په نامه پوځي سپوږمه کۍ د قاصد په نامه د فضايي راکټ سره په بریالیتوب فضا ته توغول شوې او د مځکې په ۵۰۰ کیلومترۍ کې په مدار کې ځای په ځای شوې ده .د ویلو ده چې دا د ایران دویمه سپوږمه کۍ ده چې مځکې ته نږدې په مدار کې ځای په ځای کیږي.
(2022 / 3 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران ویلي دي چې د نور ۲ په نامه دویمه پوځي سپوږمه کۍ يي په ډیر بریالیتوب سره فضا ته وتوغوله.
د ایران د ایرنا خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د نور ۲ په نامه پوځي سپوږمه کۍ د قاصد په نامه د فضايي راکټ سره په بریالیتوب فضا ته توغول شوې او د مځکې په ۵۰۰ کیلومترۍ کې په مدار کې ځای په ځای شوې ده .د ویلو ده چې دا د ایران دویمه سپوږمه کۍ ده چې مځکې ته نږدې په مدار کې ځای په ځای کیږي.
تیره سپوږمه کۍ د ایران د سپاه پاسداران لخوا فضا ته توغول شوې وه او د مځکې مدار په ۴۲۵ کیلومترۍ کې ځای په ځای کړی شوې وه.
ددې سره ایران مځکې ته په نږدې مدار کې د دوو سپوږمه کیو خاوند دی.