پاکستان په افغانستان د آن لاین غونډې تابیا کړې وه
باغي ټي وي رپورت
د پاکستان وزیر اعظم د افغانستان لپاره خصوصي نماینده محمد صادق نن د افغانستان د ګاونډی هیوادونه ترمینځ په یو آن لاین غونډه کښې برخه لرله، ددې آن لاین غونډې مشری هم پاکستان کوله.
د محمد صادق د ټویټر پانړه خبر او تصویر مطابق دوی د افغانستان موجوده صورت حال خبرې وکړي.
نوموړی لیکي چې ددې غونډې کوربه د افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي نماینده محمد صادق وو او په دې غونډه کښې چین، ایران، تاجکستان، ترکمانستان او د ازبکستان حکومتو نمایندګان شریک وو.
نوموړې وایی چې په دې اهم غونډه کښې په دې خبره زور ورکړې شو چې ددې علاقې امن او ترقې لپاره په افغانستان کښې امن ډیر زیات ضروري دي، په دې خبره زور ورکړې شو چې په افغانستان کښې چې امن وي نو دا ددې ګاونډی ملکونو لپاره په اقتصادي توګه څومره د اهمیت وړ دې.
نوموړی لیکي چې یو پرامن او ولاړ افغانستان ددې علاقې د امن ،ترقۍ او خوشحالي لپاره ډیره یوه اهمه موقع په لاس ورکوي. دې وای چې پرامن افغانستان به ددې هیوادونه د خلقو ترمینځ یو ښې اړیکې پیدا کړي او ددي هیوادونه د خلقو او د حکومتونو ترمینځ به تجارتي هلې ځلې ډیره ترقي وکړي.
Pakistan chaired the virtual meeting of Special Representatives of neighboring countries of Afghanistan. Colleagues from 🇮🇷 🇨🇳 🇹🇲 🇺🇿 🇹🇯 were unanimous that peace in Afghanistan is vital for security, stability and prosperity of the entire region. pic.twitter.com/FXGnKMFOta
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) September 5, 2021