م،م: د بشري حقونو د خوندیتوب پۀ خاطر اړ یو چې طالبانو سره ګډ کار وکړو 

0
77

 م،م: د بشري حقونو د خوندیتوب پۀ خاطر اړ یو چې طالبانو سره ګډ کار وکړو 

هغه په موجود وضعیت کې په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د فعالیتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته کړه ” په افغانستان زمونږ کارکوونکي‌ به د بشري‌ حقونو په برخه کې د افغانانو د بشري‌ حقونو نه د دفاع او ساتنې په خاطر د موجود واکمن نظام سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي.

(2022 / 3 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګروملتونو سازمان د بشري‌ حقونو عالي‌ کمشنرې میشل باشله وویل چې په افغانستان کې د بشري‌ حقونو نه د ساتنې په موخه د طالبانو سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړو.

 د بشري‌ حقونو عالي‌ کمشنرې میشل باشله ، د ملګروملتونو د بشري‌ حقونو شورا ۴۹  غونډې ته په وینا کې  په افغانستان کې د بشري‌ حقونو په اړه ارزونې وکړې.

  هغې وویل سره ددې چې په افغانستان کې نښتې او جګړې ډیرې زیاتې کمې شوي‌ دي‌ خو بیا هم پدې هیواد کې د بشري‌ حقونو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

  هغې زیاته کړه ” سره ددې چې طالبانو حکومت د پخواني‌ حکومت غړیو ته عمومي‌ بښنه اعلان کړې وه او په کراتو يي د هغوې د امنیت ضمانت کړی دی خو بیا د تیر کال د اګست د میاشتې راهیسې د ملي‌ امنیت او ملي‌ پوځ د څه باندې سلو تنو پرسونل د موجودو واکمنانو لخوا  پرته د محاکمې په ډیره بې رحمانه توګه د وژل کیدو خبر ترلاسه کړی دی. “

  میشل باشله وویل چې په افغانستان کې  به په  لنډ مهاله حکومت خپل  حقوقي‌ مسئولیتونو د پر ځای کولو په خاطر غږ کولو ته دوام ورکړو. په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې. ځکه چې ښځې د افغانستان د راتلوونکې او پرمختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.

Leave a reply