پولنډ اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو نه ډډه وکړه
پولنډ اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو نه ډډه وکړه
د بله پلوه د پولنډ د ملي امنیت دفتر رئیس پاول سولوخ د ځايي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې اوکراین ته د الوتکو د ورکولو تصمیم د ناټو د غړیو هیوادونو په منځ کې باید ونیول شي. پولنډ پدې برخه کې په خپلواکه او او خپل سر د یوې پریکړې سره نه غواړي چې ناټو سازمان د خطر سره مخامخ کړي.
(2022 / 3 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پولنډ ولسمشر اندري دودا وویل چې اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکول د روسیې او اوکراین ترمنځه په جګړه کې د شاملیدو په معنا دي چې د همدې امله دې هیواد ته جنګي الوتکې نشو ورکولی.
د پولنډ ولسمشر وویل ” اوکراین ته هیڅډول جنګي الوتکې ورکولی نشو ځکه چې دا د اوکراین او روسیې ترمنځه په اختلاف کې مداخلې ته لار هواروي. نه غواړو چې پدې جګړه کې ګډون وکړو. همداشان د ناټو سازمان هم ددې جګړې طرف ندی. “
د بله پلوه د پولنډ د ملي امنیت دفتر رئیس پاول سولوخ د ځايي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې اوکراین ته د الوتکو د ورکولو تصمیم د ناټو د غړیو هیوادونو په منځ کې باید ونیول شي. پولنډ پدې برخه کې په خپلواکه او او خپل سر د یوې پریکړې سره نه غواړي چې ناټو سازمان د خطر سره مخامخ کړي.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دوه ورځې مخکې په خپله یوې تلویزیوني مرکه کې ویلي وو چې د پولنډ سره اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو د مسئلې په اړه د تماس په حال کې یو.
د هغه ددې څرګندونو نه وروسته هم پولنډ دا خبره رد کړې وه .
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیربي د پولنډ لخوا اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو د مسئلې په اړه وویل چې دا وړاندیز د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي لخوا شوی وو. هغه د الوتکو غوښتنه کړې وه.
هغه ویلي دي د پولنډ لخوا اوکراین ته د میګ ۲۹ جنګي الوتکو ورکولو یا نه ورکولو په اړه تصمیم ددې هیواد خپلواکه تصمیم دی. امریکا پدې مسئله کې مداخله نه کوي.
هغه زیاته کړه که چیرې پولنډ اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي امریکا د پولنډ د هوايي ځواکونو دا تشه د امریکايي جنګي الوتکو سره څه ډول ډکه کړي په اړه خبرې او بحث کوي.