د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکولو لپاره مهم ګام

0
110

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او افغانستان حکومتي چاروکو د دوه اړخیز تجارت ته وده ورکول لپاره یوه مهمه پریکړه اعلان کړې ده.
په پاک افغان پوله تورخم او چمن ی د دواړو هیوادونو تر منځ د یو د هیواد د لاریو د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړې ده.
د جاري شوي یو بیان مطابق د 21 مارچ 2022 څخه به د عارضي داخلې اسنادو (TAD) له لارې ټرکونو یو بل هیواد ته داخل شي.
افغان ټرانسپورټران کولی شي چې په پایه تخت کابل کې د پاکستان له سفارت او په کندهار کې له قونسلګرۍ څخه TAD ترلاسه کړي.
د بیان مطابق د پاکستان ټرانسپورټران کولی شي چې په پیښور او کوټه کې له قونسلګریو څخه TAD اسناد ترلاسه کړي چې په آزاده توګه د یو بل هیواد ته داخل شي.

Leave a reply